د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف وایي، اسلاماباد څو ځله له طالبانو سره خبرې کړي خو تر اوسه یې کوم عملي ضمانت نه دی ترلاسه کړی.
نوموړي د سې شنبې په ورځ په ملي پارلمان کې په خپله وینا کې وویل، که په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې ترهګریزې پېښې کېږي، نو دا د افغانستان له خاورې څخه د فعالیتونو نتیجه ده.
هغه زیاته کړه چې د طالبانو سره د اړیکو او خبرو اترو هڅې بېځوابه نه دي پاتې شوي او په دې لړ کې لوړپوړي پاکستاني چارواکي، د استخباراتي ادارې مشران او نور استازي هم شامل وو. د ده په وینا، طالبانو د ډېرو مسایلو سره موافقه ښودلې وه، خو د لیکلي ضمانت له ورکولو یې ډډه کوله.
خواجه آصف وویل چې طالبانو حتی د مالي مرستې غوښتنه هم کړې وه، خو اسلاماباد یې په بدل کې د دې غوښتنه کوله چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد نه کارول کېږي او وسلهوال به په خوندي ډول نه ځای پر ځای کېږي.
هغه ادعا وکړه چې په ترکیه او قطر کې هم له طالبانو سره غونډې شوي دي چې پکې د دفاع وزیر ملا یعقوب په مشرۍ پلاوي ګډون کړی و، خو د ده په وینا دا خبرې هم بېنتیجې پای ته رسېدلي دي.
د پاکستان د دفاع وزیر وویل چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې د ترهګرۍ په پېښو کې ۴۳۱۷ کسان وژل شوي چې پکې امنیتي سرتېري او ملکي وګړي شامل دي. هغه زیاته کړه چې دا وضعیت د هغو ډلو له امله دی چې «کلونه د پاکستان مېلمانه پاتې شوي».
خو نوموړي همداراز ومنله چې د پاکستان پخوانۍ پالیسۍ او په ځانګړي ډول د ۱۹۸۰مو لسیزو پرېکړې د اوسني وضعیت په رامنځته کېدو کې رول لري.
خواجه آصف د پارلمان غړو ته وویل چې که څوک غواړي بیا له طالبانو سره خبرې وکړي، جرګه دې جوړه کړي او افغانستان ته دې ولاړ شي، خو ټینګار یې وکړ چې خبرې باید له واضح پایلې او ضمانت سره مل وي.
پاکستان تور پورې کوي چې د افغانستان له خاورې د دوی پر ضد بریدونه تنظیمېږي، خو طالبان دغه ادعاوې ردوي او وایي چې د پاکستان امنیتي ستونزې کورنۍ دي. طالبان همداراز د پاکستان په ځینو پوځي عملیاتو او هوایي بریدونو کې د ملکي تلفاتو ادعاوې کوي.
لیکوال:سعید سمیر








