TOOSnews
اعلان
د بدخشان ولایت د راغستان ولسوالۍ د زېرکي لېسې کتابتون کې اورلګېدنه رامنځته شوې.
افغانستانټوس نیوز

د بدخشان ولایت د راغستان ولسوالۍ د زېرکي لېسې کتابتون کې اورلګېدنه رامنځته شوې.

۲۱ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د بدخشان ولایت ځايي سرچینې وایي چې د راغستان ولسوالۍ د زېرکي لېسې کتابتون د اورلګېدنې له امله په بشپړه توګه ویجاړ شوی او ټول شته امکانات یې له منځه تللي دي.

د سرچینو په وینا، په دې پېښه کې د کتابتون ټول کتابونه، درسي سرچینې او ښوونیز وسایل سوځېدلي او له منځه تللي دي. تر اوسه د له منځه تللو کتابونو او تجهیزاتو کره شمېر نه دی اعلان شوی، خو د سیمې اوسېدونکي دا پېښه د ولسوالۍ د زده‌کوونکو د زده‌کړو بهیر ته یو جدي زیان بولي.

ځايي سرچینې وایي، د دې کتابتون له منځه تلو سره د زېرکي لېسې زده‌کوونکو د خپلو ښوونیزو سرچینو یوه مهمه برخه له لاسه ورکړې ده، چې دا چاره کولای شي د هغوی پر زده‌کړو منفي اغېز وکړي.

راغستان ولسوالۍ د بدخشان ولایت له هغو لرې پرتو سیمو څخه ده چې له کلونو راهیسې د ښوونیزو اسانتیاوو، درسي کتابونو او مناسبو تعلیمي زېربناوو له کمښت سره مخ ده. له همدې امله، د دې لېسې د کتابتون بشپړ ویجاړېدل د زده‌کوونکو د ښوونیزو سرچینو د لاسرسي او د زده‌کړو د کیفیت په اړه اندېښنې لا زیاتې کړي دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.