د دایکنډي ولایت ځایي سرچینې وایي چې یاسر حسینی، د افغانستان د ملي اردو پخوانی سرتېری، د طالبانو د استخباراتو ځواکونو له خوا د خپلې کورنۍ د غړو په مخ کې په ډزو وژل شوی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
د دغو سرچینو په وینا، دا پېښه د دایکنډي ولایت په یوه سیمه کې رامنځته شوې ده. ځایي سرچینې ادعا کوي چې د طالبانو د استخباراتو مامورینو سیمې ته تر رسېدو وروسته یاسر حسینی د خپلې کورنۍ د غړو په مخ کې په ډزو وژلی.
طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی، او دا راپور هم د خپلواکو سرچینو له خوا په جلا ډول نه دی تائید شوی.
په وروستیو کلونو کې د بشري حقونو سازمانونو څو ځله د هغو راپورونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې د افغانستان د پخوانیو پوځیانو د نیولو، جبري ورکېدو او وژنو ادعاوې پکې شوي دي. طالبانو تل دغه تورونه رد کړي او د عمومي عفوې د فرمان د پلي کېدو پر ژمنتیا یې ټینګار کړی دی.
لیکواله:سلیمه آریایي








