لیکواله:سلیمه آریایي
ځینو سیمهییزو سرچینو رسنیو ته ویلي چې تېره شپه د قندهار ولایت په سپینبولدک ولسوالۍ کې د افغانستان د سرحدي ځواکونو او د پاکستان د پوځ ترمنځ نښته شوې ده.
سرچینې وایي چې دغه کړکېچ هغه وخت پیل شو کله چې پاکستاني ځواکونو یو افغان ماشوم وویشت او ووژل شو. تر اوسه پورې دغه ادعا د رسمي سرچینو لخوا نه ده تایید شوې.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د ډزو په تبادله کې ۶ پاکستاني سرتیري وژل شوي دي. همدارنګه ویل شوي چې افغان ځواکونو یو شمېر سپکې او درنې وسلې هم ترلاسه کړې دي.
تر اوسه پورې د پاکستاني چارواکو له خوا په دې پېښه هیڅ څرګندونې نه دي شوې.
سپینبولدک د افغانستان او پاکستان ترمنځ د حساسو سرحدي سیمو څخه یوه ده او مخکې هم ورته کړکېچونه رامنځته شوي دي.








