TOOSnews
اعلان
لندن:د شرایطو وړ افغانان باید په خپله له افغانستان څخه ووځي.
افغانستانټوس نیوز

لندن:د شرایطو وړ افغانان باید په خپله له افغانستان څخه ووځي.

۹ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

لیکواله:سلیمه آریایي

د بریټانیا د دفاع وزارت ویلي دي چې هغه افغانان چې مخکې یې د دې هېواد له ځواکونو سره همکاري کړې او د بریټانیا د بیا میشتېدو لپاره د شرایطو وړ ګڼل شوي، نور به د افغانستان څخه د وتلو لپاره د لندن له مستقیمې مرستې برخمن نه وي او باید خپله لاره ومومي ترڅو دغه هېواد پریږدي.

لوک پولارد، د سه شنبې په ورځ په یوه لیکلي بیان کې د عوامي جرګې ته ویلي چې نږدې ۹ زره افغانان چې بریټانیا ته د لېږد لپاره شرایط لري، لا هم د لېږد په انتظار دي، خو حکومت پریکړه کړې چې د هغوی د وتلو لپاره د عملي ملاتړ ورکولو بهیر پای ته ورسوي.

هغه ټینګار وکړ چې که دغه کسان وړتیا ولري، خپله لاره دې یوه درېیم هېواد ته پیدا کړي. د هغه په وینا، وروسته له دې چې دغه کسان درېیم هېواد ته ورسېږي، د دوی لپاره د ویزې او په بریټانیا کې د اوسېدلو زمینه تر ۲۰۲۸ کاله پورې برابره شوې ده.

د بریټانیا چارواکو ویلي دي چې ځینې کسان په دې کال کې توانېدلي چې پاکستان ته لاړ شي او له هغه ځایه د یې د لېږد پروسه دوام ومومي.

د بریټانیا د دفاع وزیر وویل چې دا پرېکړه د بریاليو وتلو د زیاتېدو او همدارنګه د خطراتو او مالي لګښتونو د ارزونې پر بنسټ شوې ده. هغه زیاته کړه چې د دې پروسې دوام بې محدودیت امکان نلري.

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.