TOOSnews
اعلان
مدار علي کریمي: د رئیس‌الوزرا صادر شوي دستورونه د شعیه ګانو په اړه نه دي عملي شوي.
افغانستانټوس نیوز

مدار علي کریمي: د رئیس‌الوزرا صادر شوي دستورونه د شعیه ګانو په اړه نه دي عملي شوي.

۵ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

مدار علي کریمي، د طالبانو د حکومت د کور او ښار جوړونې وزارت معین، وایي چې د دې حکومت د رئیس‌الوزرا ملا حسن اخوند امرونه او سپارښتنې په ځینو مواردو کې نه عملي کېږي. هغه همداراز د طالبانو د ځواکونو له لوري له شیعه ګانو سره، په ځانګړي ډول د محرم په ورځو کې، پر چلند نیوکه کړې او ویلي یې دي چې شیعه ګان د تاریخ په اوږدو کې له ډېرو فشارونو او ستونزو سره مخ شوي، خو هېڅکله له منځه نه دي تللي.

ښاغلي کریمي د تاسوعا په ورځ، د محرم په نهمه،د کابل په لوېدیځ کې په یوه جومات کې په وینا کې وویل چې له شیعه ګانو سره د بد چلند موضوع یې له ملا حسن اخوند سره شریکه کړې ده. د هغه په وینا، رئیس‌الوزرا اړوندو مسوولینو ته امر کړی و چې دې مسئلې ته رسېدنه وکړي، خو تر اوسه دا لارښوونې کوم عملي پایله نه لري.

هغه په خپلو خبرو کې وویل چې څو ځله یې خپله اندېښنه د طالبانو له لوړپوړو چارواکو سره شریکه کړې او خواشیني یې څرګنده کړې ده چې د رئیس‌الوزرا امرونه او خبرې د ځینو مسوولینو له خوا په پام کې نه نیول کېږي.

د طالبانو د کور او ښار جوړونې وزارت معین همداراز د دې حکومت د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي پر کړنو نیوکه وکړه او ویې ویل چې په وروستیو ورځو کې ځینو کسانو او بنسټونو د شیعه ګانو پر ضد داسې اقدامات کړي چې د طالبانو له اعلان شوې پالیسۍ سره سمون نه لري. هغه د دغو کړنو د پایلو په اړه خبرداری ورکړ.

په وروستیو ورځو کې راپورونه خپاره شوي چې یو شمېر شیعه ګان د محرم د بیرغونو د پورته کولو له امله نیول شوي دي. د باخبره سرچینو په وینا، دا کسان د طالبانو د رئیس‌الوزرا او د کورنیو چارو وزیر له امر وروسته، له درې ورځو بند وروسته خوشې شوي دي.

همداراز د سرچینو له مخې، یو شمېر شیعه مشران هم د طالبانو د عدلیې وزارت ته له احضار وروسته د لنډ وخت لپاره توقیف شوي دي. ویل کېږي چې له هغوی غوښتل شوي چې د محرم بیرغونه ژر تر ژره له جوماتونو او تکیه خانو څخه لیرې کړي.

مدار علي کریمي په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې باید د هزاره قوم او شیعه ګانو پر خلکو فشار رانه وړل شي. هغه خبرداری ورکړ چې د محدودیتونو او فشارونو زیاتوالی ممکن داسې پایلې ولري چې د هېڅ لوري په ګټه نه وي.

هغه د عبدالحکیم شرعي وروستي اقدامات د عدلیې وزارت له قانوني صلاحیتونو بهر وبلل او ویې ویل چې دا وزارت باید یوازې پر خپلو مشخصو دندو تمرکز وکړي او له کلتوري او مذهبي مسایلو څخه ډډه وکړي.

عبدالحکیم شرعي د طالبانو د کابینې له بانفوذه څېرو څخه شمېرل کېږي. په تېرو کلونو کې هم راپورونه ورکړل شوي چې د ځینو قضیو په تړاو ځینې کسان نیول شوي او د هغه تر مدیریت لاندې په توقیف ځایونو کې ساتل شوي دي.

مدار علي کریمي د طالبانو په جوړښت کې د هزاره قوم له لږو هغو څېرو څخه دی چې فعالیت لري. د هغه وروستۍ څرګندونې د دې حکومت په داخل کې د هزاره ګانو او شیعه ګانو د وضعیت په اړه د یوه چارواکي له کم‌سارې نیوکو څخه ګڼل کېږي.

هغه په پای کې له هزاره خلکو، په ځانګړي ډول ځوانانو، څخه وغوښتل چې د دې پېښو په وړاندې له زغم څخه کار واخلي او له احساساتي غبرګونونو ډډه وکړي. کریمي ټینګار وکړ چې شیعه ګان د تاوتریخوالي، شخړو او کورنۍ جګړې غوښتونکي نه دي او تل یې په افغانستان کې د یووالي او همغږۍ ملاتړ کړی دی.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.