محمود خان اڅکزي، د پاکستان په ملي غونډه کې د مخالفانو مشر او د پښتونخوا د عوامې ملي ګوند مشر، په یوه پاډکسټ کې ویلي چې د ډېورند کرښه یوازې «د کاغذ ژر مخ کرښه» کېدای شي.
هغه ټینګار کړی چې که مناسبه مشري موجوده وي، خلک د دې کرښې دواړو غاړو ته ازادانه تګ راتګ کولی شي او اوسني سخت محدودیتونه کمېدای شي. هغه په خپلو خبرو کې د ځینو اروپایي هېوادونو تجربې یادې کړي او ویلي یې دي چې سمبولیک سرحدونه کولای شي د سیاسي دېوالونو ځای ونیسي.
اڅکزی همدارنګه ویلي چې افغانستان حق لري د پخواني شوروي اتحاد او د امریکا متحده ایالاتو نه د جګړې د زیانونو په بدل کې تاوان وغواړي. هغه د دې موضوع ترڅنګ د پاکستان د حکومت لخوا په ځینو ښارونو کې د پښتنو پر وړاندې په چلند هم انتقاد کړی دی.
د ډېورند کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ یو حساس او تاریخي لانجمنه موضوع ګڼل کېږي او تل د دواړو هېوادونو په اړیکو کې مطرح پاتې شوې ده.
لیکواله:سلیمه آریایي








