افغان لیکوال او سیاسي فعال مجید قرار ادعا کړې چې د طالبانو د مشر هیبتالله اخوندزاده له لوري د افراطي فرمانونو صادرول د دې لپاره دي چې د خلکو پام د افغانستان د کانونو له روان چور، قاچاقي فعالیتونو او مافیایي شبکو څخه واړول شي.
قرار په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، افغانان په قصدي ډول د نجونو د زده کړو د بندیز، د انټرنیټ د محدودیتونو او د امر بالمعروف ادارې د جنجالي اقداماتو په څېر موضوعاتو بوخت ساتل کېږي، څو د هېواد د طبیعي زېرمو د لوټ او نورو پټو فعالیتونو په اړه پوښتنې راپورته نه شي.
هغه همداراز ادعا کړې چې یو شمېر دیني عالمانو او ویناوالو ته له مخکې چمتو شوي متنونه ورکول کېږي، ترڅو خلک په غیر مهمو او جنجالي بحثونو مصروف وساتل شي او د اصلي ستونزو په اړه عامه توجه کمه شي.
د نوموړي په وینا، په افغانستان کې روان وضعیت د یوې پراخې جرمي او مافیایي شبکې برخه ده او د دې فعالیتونو د پټولو لپاره مذهبي شعارونه او تبلیغات کارول کېږي. قرار زیاتوي چې ځینې بنسټونه او اشخاص هم د ملتپالنې تر نامه لاندې د دغو چارو د مشروعیت ورکولو هڅه کوي.
هغه ادعا کوي چې د طالبانو د ملاتړ او توجیه لپاره په افغانستان او اروپا کې ځانګړي مرکزونه فعال شوي، څو دغې ډلې ته قومي او ولسي بڼه ورکړي، په داسې حال کې چې د ګڼو افغان فرهنګي او ملي شخصیتونو د افکارو او آثارو پر وړاندې محدودیتونه لګول شوي دي.
لیکوال:سعید سمیر








