TOOSnews
اعلان
ملاله يوسفزۍ : نړۍ دې د افغانستان د ښځو ملاتر زيات كري.
افغانستانټوس نیوز

ملاله يوسفزۍ : نړۍ دې د افغانستان د ښځو ملاتر زيات كري.

۱۰ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې او د بشري حقونو فعاله ملاله یوسفزۍ وايي، نړیواله ټولنه باید د افغانستان د ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره خپلې هڅې لا زیاتې کړي او د «جنسیتي اپارتاید» د رسمیت پېژندلو لپاره عملي ګامونه واخلي.

نوموړې دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د سکاتلنډ له لومړي وزیر حمزه یوسف سره یې لیدنه ترسره کړه. ملالې ټینګار وکړ چې د افغان ښځو وضعیت جدي نړیوال اقدام ته اړتیا لري او یوازې څرګندونې بسنه نه کوي.

هغې له هېوادونو وغوښتل چې د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره همغږي او یو موټی دریځ غوره کړي، څو د افغانستان ښځې او نجونې له روانو محدودیتونو څخه وژغورل شي.

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.