TOOSnews
اعلان
منصور: د اسلامي نظام د ساتنې لپاره بايد هرې قربانۍ ته چمتو واوسو.
افغانستانټوس نیوز

منصور: د اسلامي نظام د ساتنې لپاره بايد هرې قربانۍ ته چمتو واوسو.

۲۴ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزیر عبداللطیف منصور وايي، افغانان باید د هېواد د خپلواکۍ او اسلامي نظام د ساتنې لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو وي او اجازه ورنه کړي چې کورني او بهرني مخالف عوامل یو ځل بیا د افغانستان خپلواکي، ځمکنۍ بشپړتیا او نظام له ګواښ سره مخ کړي.

د طالبانو د کلیو او بیارغونې وزارت د معلوماتو له مخې، منصور ویلي چې هېڅ کورني او بهرني «دښمن» ته باید فرصت ورنه کړل شي چې د افغانستان، افغان ولس او نظام پر وړاندې «غرضي او مرضي نظر» ورکړي.

نوموړي ټینګار کړی چې هغه کورني او بهرني عوامل باید په دقیقه توګه وڅېړل شي چې په تېرو وختونو کې یې د افغانستان خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا ګواښلې ده. د هغه په وینا، د دغو عواملو د بیا تکرار د مخنیوي لپاره باید «په سر، مال، ژبه او قلم» مبارزه وشي.

منصور د طالبانو نظام او په هېواد کې موجود امنیت د «خدای ستر نعمتونه» بللي او ویلي یې دي چې دا وضعیت د ډېرو وینو او اوښکو په بیه ترلاسه شوی، نو افغانان باید د ده په خبره، د دغو نعمتونو د ساتنې لپاره هڅې وکړي.

هغه زیاته کړې چې د افغانستان د خپلواکۍ د ساتلو، د اسلامي نظام د پایښت او ټینګښت لپاره باید په «بشپړ اخلاص او متین عزم» کار وشي.

د طالبانو د کلیو او بیارغونې وزیر همداراز ویلي چې له شته امنیت، مادي او معنوي امکاناتو او ظرفیتونو څخه باید د هېواد د بیارغونې، اقتصاد، سوداګرۍ، صنعت او دفاع په برخو کې اعظمي ګټه واخیستل شي او د هغه په وینا، د اسلامي نظام د پایښت او ټینګښت لپاره ترې کار واخیستل شي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.