ماریا سلطان، د سویلي اسیا د ستراتیژیک ثبات انسټیټوت مشره، په دې باور ده چې افغانستان په نوې رامنځته کېدونکي سیمهایز چاپېریال کې ښايي خپل اوسنی جغرافیایي-سیاسي جوړښت له لاسه ورکړي. هغې ویلي، کېدای شي په راتلونکي کې د افغانستان د اوسني شکل او جوړښت سره هېڅ هېواد موجود نه وي.
ماریا سلطان د پاکستاني خبریال حسن خان سره په خبرو کې ویلي، افغانستان «یو واحد متمرکز دولت» نه دی او د جوړښتي ځانګړتیاوو له امله په کې د مرکز څخه د لرې تګ تمایلات ریښه لري.
د سویلي اسیا د ستراتیژیک ثبات د انسټیټوت مشرې واضح کړې ده چې افغانستان زیاتره «سرحدي دولت» دی نه داسې هېواد چې ټولې چارې یې له مرکز سره تړلي وي. د هغې په وینا، د افغانستان ټولنیز او جغرافیایي جوړښت دا سبب شوی چې ډېرې سیمې د خپلو ګاونډیو سیمو سره نږدې اړیکې ولري.
مېرمن سلطان وايي، هغه سیمې چې له ایران، پاکستان او منځنۍ اسیا هېوادونو سره ګډه پوله لري، د تجارت او معیشت له پلوه له پولې هاخوا ژورې اړیکې لري، او همدغه ځایي اړیکې کله ناکله د مرکزي سیاسي ځواک پر وړاندې ځواکمن عمل کوي. هغه باور لري چې سرحدي ولایتونه معمولا خپلې سوداګریزې، ټولنیزې او کلتوري شبکې د ګاونډیو هېوادونو سره تنظیموي.
هغه په دې باور ده چې دغه جغرافیایي او ټولنیز واقعیتونه ښايي په راتلونکي کې د افغانستان د دولت شکل د اوسني وضعیت په پرتله بدل کړي؛ داسې چې تمرکز کم شي او د سرحدونو هاخوا اړیکې د پرمختګ په لاره کې روښانه اغېز ولري.
ماریا سلطان ټینګار کوي چې د مؤثره پالیسي جوړونې لپاره باید د افغانستان د «یووالي» په اړه عامه پوهاوي ته بیا کتنه وشي. د هغې په وینا، د محلي او سیمهایزو واقعیتونو درک کول کولای شي د راتلونکو سیاستونو په طرحه کې مهم رول ولوبوي.
د سویلي اسیا د ستراتیژیک ثبات مشرې همدارنګه ویلي چې د «پرمختګ» تړل د بشري پراختیا او د محلي ټولنو په ګډون، یوه مهم فکتور ده، او د دې د تحقق لپاره د «افغان ملیت پالنې» پیاوړتیا اړینه ده. هغه باور لري چې پرته له دې چې یو ټول شموله ملي هویت رامنځته شي چې له سرحدي او قومي تړاوونو هاخوا عمل وکړي، د افغانستان د ثبات او دوامداره پرمختګ هڅې به له ننګونو سره مخ وي.
لیکواله:سلیمه آریایي








