مطیعالله ویسا، د افغانستان د ښوونې او روزنې د برخې فعال او د زدهکړې د حق ځانګړی ملاتړی، په ځانګړې توګه د نجونو لپاره، د « ۲۰۲۶د ازادۍ» جایزې ګټونکی شو. دا جایزه د فرانسې د نورمانډي سیمې لخوا ورکول کېږي او د نړۍ له بېلابېلو برخو څخه د زرګونو خلکو په رایو سره هغه ته ورکړل شوې ده.
د ترسره کوونکو د اعلان له مخې، ۱۸٬۷۰۸ ځوانانو له ۷۵ هېوادونو څخه په رایې ورکولو کې برخه اخیستې او ویسا یې د دې جایزې د اتمې دورې ګټونکی ټاکلی دی. د نورمانډي سیمې لخوا خپاره شوي پیغام کې هم دا انتخاب تایید شوی دی.
مطیعالله ویسا د «لار قلم» د ټولنې بنسټګر دی؛ یوه اداره چې د زرګونو رضاکارانو په همکارۍ د ښوونې په برخه کې، په ځانګړې توګه د افغانستان په محرومو سیمو کې، فعالیت کوي او تمرکز یې په ځانګړې توګه د نجونو د زدهکړې حق ته دی.
هغه خپلې هڅې د ۱۷ کلنۍ په عمر پیل کړې او په راتلونکو کلونو کې یې هڅې وکړې ترڅو په لرې پرتو سیمو کې ښوونځي جوړ کړي. دا اقدامات د هغو سیمو لپاره د زدهکړې د لاسرسي د پراختیا په موخه شوي دي چې لږ امکانات لري.
ویسا د ۲۰۲۳ په مارچ کې د خپلو فعالیتونو له امله د طالبانو لخوا نیول شوی و او د ۷ میاشتو لپاره په زندان کې پاتې شو.
اوس مهال، افغانستان یوازینی هېواد دی چې په کې د نجونو او ښځو لپاره د منځني او لوړو زدهکړو اجازه نه ورکول کېږي.
د «ازادي» جایزه په ۲۰۱۹ کال کې د نورمانډي سیمې او «نړیوال انسټیټیوټ د بشري حقونو او سولې» لخوا جوړه شوې او هر کال هغه اشخاصو ته یا ادارو ته ورکول کېږي چې د بشري آزادۍ په دفاع کې ځانګړی رول ولري.
د دې جایزې د ورکولو مراسم به د جون په ۴مه نېټه د فرانسې په کان ښار کې د ۴۰۰۰ څخه ډېر ځوانانو او د دویمې نړیوالې جګړې ځینو پخوانیو سرتېرو په ګډون ترسره شي.
په ۲۰۲۵ کال کې هم ژیزل پلیکوټ، چې په فرانسې کې د جنسي تاوتریخوالي پر وړاندې مبارزې یوه پېژندل شوې څېره ده، د دې جایزې ګټونکې شوې وه.
لیکواله:سلیمه آریایي








