TOOSnews
اعلان
بې پولې ډاكترانو سازمان: په هرات كې زموږ ښځينه كاركوونكې د حجاب د نه مراعتولو په تور دوه ورځې بندي شوې وه.
افغانستانټوس نیوز

بې پولې ډاكترانو سازمان: په هرات كې زموږ ښځينه كاركوونكې د حجاب د نه مراعتولو په تور دوه ورځې بندي شوې وه.

۲۴ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان ویلي، په هرات ولایت کې د دوی یوه ښځینه کارکوونکې د حجاب د اصولو د نه مراعتولو په تور د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د کارکوونکو له‌خوا نیول شوې وه او له دوو ورځو بند وروسته بېرته ازاده شوې ده.

دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، یاده کارکوونکې دندې ته پر لاره وه چې د طالبانو له‌ خوا ونیول شوه او زندان ته ولېږدول شوه. د سازمان په وینا، نوموړې د خوشې کېدو پر مهال له خپلې کورنۍ سره یوځای ژمنه کړې چې د طالبانو د ټاکلو اصولو له مخې به حجاب مراعتوي.

بې‌پولې ډاکټرانو سازمان دغه پېښه د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو د دوام یوه بېلګه بللې او خبرداری یې ورکړی چې دا ډول محدودیتونه د روغتیايي خدمتونو پر وړاندې کولو منفي اغېز کولای شي.

د سازمان په خبره، ښځینه روغتیاپالانې د افغانستان په روغتیايي سکټور کې مهم رول لري او پر فعالیتونو یې محدودیتونه د ناروغانو، په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو، پر روغتیايي وضعیت ناوړه اغېزې پرېباسي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.