TOOSnews
اعلان
هسپانیې ته د کډوالو هجوم؛ له ۴۸ زرو څخه ډېر کسان بېرته مراکش ته ستانه شوي.
نړۍټوس نیوز

هسپانیې ته د کډوالو هجوم؛ له ۴۸ زرو څخه ډېر کسان بېرته مراکش ته ستانه شوي.

۱۱ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د سئوټا ښار ته د کډوالو د پراخې ډلې له داخلېدو یوه شپه او ورځ وروسته، لسګونه زره کسان په خپله خوښه بېرته مراکش ته ستانه شول. د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د هسپانیې د کورنیو چارو وزارت له قوله راپور ورکړی چې د جمعې ورځې تر پایه ۴۸ زره او ۳۰۰ کډوال بېرته مراکش ته ستانه شوي او د سلګونو نورو د بېرته ستنېدو بهیر هم روان دی.

د سئوټا د سیمه‌ییز حکومت مشر خوان خېسوس ویواس ویلي چې د جمعې تر ورځې شاوخوا ۶۰ زره کډوال د ځمکنيو او سمندري لارو له لارې دې سیمې ته داخل شوي دي. د هغه په وینا، دا شمېر د سئوټا د ټول نفوس نږدې ۷۰ سلنه جوړوي او د سیمې پر اسانتیاوو او خدماتو یې بې‌ساری فشار راوستی دی.

د هسپانیې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې ډېری کډوالو، له نامعلوم وضعیت او د راتلونکې د روښانه لید نشتوالي سره له مخ کېدو وروسته، پرېکړه کړې چې په خپله خوښه بېرته مراکش ته ستانه شي. یاد وزارت ټینګار کړی چې د بېرته ستنېدو بهیر لا هم روان دی او تمه کېږي چې نور کډوال هم دغه لاره غوره کړي.

د سمندري لارو له لارې اوښتل، له سرحدي کټارو ختل، او د مراکش له سرحدي دروازو څخه سئوټې ته د زرګونو کسانو په یو وخت ننوتل، د پام وړ مرګ‌ژوبله هم رامنځته کړې ده. د شنبې تر سهاره پورې د هغو ۵۷ کسانو جسدونه موندل شوي چې سئوټې ته د داخلېدو پر مهال یې خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

خوان خېسوس ویواس د سئوټې وضعیت «د نه زغملو وړ» بللی. د هسپانیې لومړي وزیر پدرو سانچېز هم دا پېښه «د هسپانیې پر ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت برید» بللی او د وضعیت د کنټرول پر اړتیا یې ټینګار کړی دی.

د لسګونو زرو کډوالو له ناڅاپي داخلېدو وروسته، چې ډېری یې ځوانان او تنکي هلکان وو او یو شمېر ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو، د هسپانیې حکومت د نظم او امنیت د ټینګښت لپاره پوځیان سئوټې ته استولي دي.

رشید سبیحي، چې په سئوټې کې د یوه مدني بنسټ مسؤل دی، د سیمې وضعیت یې «ګډوډي» او «جدي بشري بحران» بللی دی. د هغه په وینا، لسګونه زره کډوال، چې بې‌سرپرسته ماشومان هم پکې شامل دي، شپه یې په پارکونو او د سړکونو پر غاړو تېره کړې، او یو شمېر نور بې له کوم معلوم ځایه په کوڅو او سړکونو کې سرګردانه پاتې شوي دي.

د سیمه‌ییزو سرچینو په وینا، ډېری هغه کډوال چې د پنجشنبې او جمعې په ورځو سئوټې ته داخل شوي، له سختو ستونزو سره مخ دي. ډېر یې بې له سرپناه، خوړو، لومړنیو خدماتو او روغتیايي اسانتیاوو، د ګرمې هوا لاندې په پرانیستو ځایونو کې ځای پر ځای شوي دي.

په همدې حال کې، په اروپا کې یو شمېر منتقدان، چې د ایټالیا ځینې چارواکي هم پکې شامل دي، د دې پراخې کډوالۍ لامل د هسپانیې د کډوالۍ په قوانینو کې وروستي بدلونونه بولي. د هسپانیې سترې محکمې په دې وروستیو کې پرېکړه کړې چې هغه کډوال چې د سمندر له لارې سئوټې او ملیله ته داخلېږي، باید تر هغه مخکې ونه ایستل شي چې هویت یې تثبیت او د احتمالي پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې وڅېړل شي.

خو د هسپانیې حکومت دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې د سئوټې اوسنی بحران د دې هېواد د کډوالۍ له پالیسۍ سره هېڅ تړاو نه لري. هسپانوي چارواکو ټینګار کړی چې د دې پېښې تړل د وروستیو قانوني بدلونونو سره ناسم او بې‌بنسټه ادعا ده.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.