TOOSnews
اعلان
امر بالمعروف وزارت: موږ ښځینه كاركوونكې نه لرو.
افغانستانټوس نیوز

امر بالمعروف وزارت: موږ ښځینه كاركوونكې نه لرو.

۱۷ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

په کابل کې د یوې ښځې د وهلو ټکولو د راپورونو له خپرېدو وروسته، د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې دغه وزارت هېڅ ښځينه کارکوونکې نه لري.

نوموړي څرګنده کړې چې په یاده پېښه کې د ښځو د ګډون ادعاوې ناسمې دي او د وزارت ټول فعالیتونه د نارینه کارکوونکو له لوري ترسره کېږي.

تر دې وړاندې ځینو سرچینو ادعا کړې وه چې د امربالمعروف وزارت نارینه او ښځينه کارکوونکو په ګډه د یوې ښځې سره د تاوتریخوالي پېښه کې لاس درلود، خو وزارت دا خبرې رد کړي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.