د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت کورنیو رسنیو ته سپارښتنه کړې چې په خپلو سیاسي بحثي خپرونو کې یوازې هغه اشخاص د مېلمنو په توګه راوبولي چې د دغه وزارت له لوري رسمي کارت او تایید ولري.
د سپارښتنې له مخې، رسنۍ مکلفې دي چې د سیاسي بحثونو لپاره د مېلمنو په توګه له هغو کسانو پرته بل څوک رسنیو ته ور ونغواړي چې د وزارت له خوا یې صلاحیت او هویت تصدیق شوی نه وي.
دغه اقدام داسې مهال شوی چې د رسنیو په سیاسي خپرونو کې د مېلمنو د انتخاب او د بحثونو د محتوا په اړه د محدودیتونو او تنظیمي مقرراتو د زیاتېدو راپورونه وړاندې کېږي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت تر اوسه د دې سپارښتنې د موخې په اړه رسمي او تفصیلي وضاحت نه دی ورکړی.








