TOOSnews
اعلان
كورنيو چارو وزارت: په ١٢ ولايتونو كې ۷۵ كسان د نشه يي توكو په تړاو نيول شوي.
افغانستانټوس نیوز

كورنيو چارو وزارت: په ١٢ ولايتونو كې ۷۵ كسان د نشه يي توكو په تړاو نيول شوي.

۱۲ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د نشه‌يي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تړاو لږ تر لږه ۷۵ کسان په ۱۴ بېلابېلو ولایتونو کې نیول شوي دي.

دغه وزارت د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا عملیات د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې پولیسو له لوري ترسره شوي، چې ختیځ، جنوب، مرکزي او شمالي ولایتونه یې تر پوښښ لاندې راوستي دي.

د چارواکو په وینا، د یادو عملیاتو پر مهال له نیول شویو کسانو څخه یو اندازه نشه‌يي توکي هم ترلاسه شوي، خو د هغوی د کره ډول او اندازې په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.