TOOSnews
اعلان
روغتيا وزارت: په سمنګان كې د ۶۴ ميليونه افغانيو په لكښت نوى روغتون جوړيږي.
افغانستانټوس نیوز

روغتيا وزارت: په سمنګان كې د ۶۴ ميليونه افغانيو په لكښت نوى روغتون جوړيږي.

۱۰ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د سمنګان ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ د روغتون د جوړولو د اعلان پر مهال ویلي، چې د هېواد په کچه د روغتیايي خدماتو د پراختیا په موخه ستر پلانونه تر لاس لاندې دي.

نوموړي وویل، چې یوازې سږ کال په ټول هېواد کې د ۱۰۰ ورته روغتونونو د جوړولو چارې پیلېږي، چې هدف یې خلکو ته د نږدې او معیاري روغتیايي خدماتو برابرول دي.

د دې پروژې له مخې به په کلیو او لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو کمښت تر یوه حده حل شي، او د خلکو د درملنې اسانتیاوې به زیاتې شي.

د حضرت سلطان ولسوالۍ، چې د سمنګان ولایت اړوند سیمه ده، د روغتون جوړول د سیمې اوسېدونکو له اوږدې مودې غوښتنه بلل کېږي، چې اوس یې د عملي کېدو بهیر پیل شوی دی.

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.