میرویس عزیزي ویلي، له اوږدې مودې راهیسې یې غوښتل د افغان کرکټ پخواني چټک توپاچوونکي شاپور ځدراڼ پوښتنې ته ورشي، خو د منځني ختیځ روان وضعیت او د سفر محدودیتونو له امله ورته دا فرصت نه برابرېده.
نوموړي پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي، چې تېره ورځ د ډهلي ښار ته تللی او هلته یې له شاپور ځدراڼ سره لیدلي دي. د هغه په وینا، د لیدنې پر مهال یې د نوموړي د روغتیايي وضعیت او روانې درملنې په اړه معلومات ترلاسه کړي او د کورنۍ له غړو سره یې هم خبرې کړې دي.
میرویس عزیزي ویلي، د شاپور ځدراڼ د درملنې لګښتونو د برابرولو لپاره یې اړینه مالي مرسته کړې او ډاډ یې ورکړی چې دغه ملاتړ به د نوموړي تر بشپړ رغېدو دوام ولري.
هغه زیاته کړې، شاپور ځدران د افغانستان لپاره یو مهم ورزشي شخصیت دی چې د کرکټ په ډګر کې یې د خپلو لاسته راوړنو له لارې میلیونونو افغانانو ته خوښي او ویاړ ورپه برخه کړی دی.
لیکوال:سعید سمیر








