د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني د زوکړې ورځې په مناسبت د عبدالستار میرزکوال د مبارکۍ پیغام په ټولنیزو شبکو کې له پراخو نیوکو غبرګونونو سره مخ شوی دی.
میرزکوال په خپل پیغام کې اشرف غني «تر ټولو لوستی»، «تر ټولو پرېکنده» او «تر ټولو پرمختللی» ملتپال مشر بللی او ویلي یې دي چې هغه په یو وخت کې د جګړې د پای ته رسولو، د تنظیمګرۍ پر ضد مبارزې او د فساد د مخنیوي لپاره یې هڅې کولې.
هغه همداراز اشرف غني داسې څوک یاد کړی چې د هغه څه پر وړاندې یې مقاومت کړی چې نوموړي ورته «د جمهوریت د سقوط توطیې» ویلي دي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې یو شمېر کاروونکي او منتقدان دا ډول ستاینې د جمهوریت دورې د واقعیتونو له پامه غورځول بولي. د هغوی په باور، د پخواني نظام سقوط، د فساد پراختیا او سیاسي او امنیتي بحرانونه هغه واقعیتونه دي چې په دغو ارزونو کې ورته پام نه دی شوی.
لیکواله:سلیمه آریایي








