TOOSnews
اعلان
ميترا مهران: له طالبانو سره دې له سياسي او ديپلوماټیک تعامل ډډه وشي.
افغانستانټوس نیوز

ميترا مهران: له طالبانو سره دې له سياسي او ديپلوماټیک تعامل ډډه وشي.

۱۹ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

میترا مهران د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو وغوښتل چې له طالبان سره له هر ډول سیاسي او دیپلوماټیک تعامل څخه ډډه وکړي.

نوموړې ټینګار وکړ چې افغان ښځې او مدني ټولنه باید د افغانستان د راتلونکي په ټولو سیاسي او تصمیم‌نیونکو بهیرونو کې شاملې وي او د ښځو د حقونو پراخ ملاتړ ته باید جدي پام وشي. هغې زیاته کړه چې افغان کډوال باید بېرته د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته په زوره ونه لېږل شي.

مهران همدارنګه وویل چې نړیوالې مرستې باید د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره زیاتې شي، خو دا مرستې باید د طالبانو د شرایطو او سیاسي غوښتنو پورې ونه تړل شي.

هغې خبرداری ورکړ چې هر څومره د طالبانو واک پراخېږي، په هماغه اندازه به د افغان ښځو وضعیت لا خراب او د هغوی حقونه به له جدي ګواښ سره مخ شي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.