TOOSnews
اعلان
مودي: د اعتراض كوونكو محصلانو مجازات د ستونزې حل نه دى.
نړۍټوس نیوز

مودي: د اعتراض كوونكو محصلانو مجازات د ستونزې حل نه دى.

۱۱ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي ویلي، هغه محصلان به وبښي چې د تېرې میاشتې د اعتراضونو پر مهال یې د ده پر ضد سپکې څرګندونې کړې وې. نوموړي ټینګار کړی چې د محصلانو مجازات او پرله‌پسې محکمې ته کشول د ستونزې د حل لاره نه ده.

مودي د جمعې په ورځ په خپره شوې ویډیو کې وویل: «دا ګمراه شوي ماشومان دي؛ سمه لار ورښودل زموږ دنده ده. هغوی مجازات کول، محکمې ته یې بېول او په ټولنه کې یې ځورول وضعیت نه شي بدلولی.»

په هند کې سیاسي کړکېچ وروسته له هغه زیات شو چې د ملي ازموینې د پوښتنو پاڼې افشا شوې او نږدې دوه میلیونه محصلانو ته د بیا ازموینې زمینه برابره شوه. دې پېښې د زده کړو او کاري فرصتونو په اړه د ځوانانو غوسه لا پسې زیاته کړه.

د کوکراچ جنتا ګوند، چې د دغو اعتراضونو مشري یې کوله، ویلي په بېلابېلو ایالتونو کې سلګونه محصلان نیول شوي دي.

اعتراضونه هغه مهال پای ته ورسېدل چې د هند د پوهنې وزیر استعفا وکړه او حکومت د لاریون کوونکو له مهمو غوښتنو سره هوکړه وکړه.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.