TOOSnews
اعلان
محقق: كه طالبان ايران هم دځان مخالف كړي، «رڼا ورځ به پري توره شپه» شي.
افغانستانټوس نیوز

محقق: كه طالبان ايران هم دځان مخالف كړي، «رڼا ورځ به پري توره شپه» شي.

۷ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

لیکوال:سعید سمیر

د وحدت ګوند مشر محمد محقق له وروستیو جنجالي څرګندونو وروسته یو ځل بیا د طالبانو پر وړاندې توندې خبرې کړې دي. نوموړي، چې مخکې یې د پاکستان د پوځ د مشر ستاینه کړې او د ډیورند کرښې د رسمیت پېژندنې په تړاو یې څرګندونې کړې وې، اوس یې خبرداری ورکړی چې طالبان باید د سیمې له هېوادونو سره خپلې اړیکې خرابې نه کړي.

محقق ویلي، که طالبان ایران هم د ځان مخالف کړي، نو وضعیت به پرې سخت شي او «رڼا ورځ به پرې توره شپه» شي. د هغه په وینا، د سیمې له مهمو هېوادونو سره تقابل کول به د طالبانو لپاره جدي پایلې ولري.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې طالبان هڅه کوي له ګاونډیو هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې او باثباته وساتي، خو د سیاسي څېرو له لوري ورته دا ډول خبرداریونه د سیمې د راتلونکو سیاسي بدلونونو په اړه اندېښنې زیاتوي.

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.