د ازبکستان د احصايې ادارې د تازه شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې افغانانو د نورو هېوادونو د وګړو په پرتله ازبکستان ته تر ټولو ډېر سوداګریز سفرونه کړي دي.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، په دې موده کې ټولټال ۲۲۸ زره او ۶۰۰ بهرني وګړي د سوداګریزو موخو لپاره ازبکستان ته تللي، چې له ډلې یې ۲۰۵ زره او ۹۳۷ تنه افغانان دي.
د شمېرو له مخې، له افغانانو وروسته د ترکمنستان، تاجکستان، قرغیزستان، قزاقستان، روسیې او ترکیې وګړو ازبکستان ته د سوداګرۍ لپاره ډېر سفرونه کړي دي.
د شنونکو په باور، له پاکستان سره د طالبانو د اړیکو د ترینګلتیا او د ځینو سوداګریزو لارو د بندېدو له امله ګڼو افغان سوداګرو د سوداګرۍ لپاره د مرکزي اسیا هېوادونو، په ځانګړي ډول ازبکستان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او ترکمنستان ته مخه کړې ده.
لیکوال:سعید سمیر








