TOOSnews
اعلان
مجاهد: د افغانستان خاوره د هېچا پر ضد نه كارول كېږي.
افغانستانټوس نیوز

مجاهد: د افغانستان خاوره د هېچا پر ضد نه كارول كېږي.

۲۲ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو ویاند ذبیح‌ الله مجاهد د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر هغه څرګندونې رد کړې، چې ویلي یې وو د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي.

مجاهد د نوموړي خبرې بې‌اساسه بللې او ویلي یې دي، طالبان هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د بل هېواد امنیت ته ګواښ پېښ کړي.

هغه ټینګار کړی، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د سیمې د امنیت د ټینګښت غوښتونکی دی او د نورو هېوادونو پر ضد د فعالیتونو ملاتړ نه کوي.

دا غبرګون وروسته له هغې څرګندېږي، چې د پاکستان د پوځ مشر یو ځل بیا طالبان د وسله‌والو ډلو په ملاتړ تورن کړل او ادعا یې وکړه، چې ځینې بریدګر له افغان خاورې فعالیت کوي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.