TOOSnews
اعلان
مجاهد: د كابل او اسلام اباد ترمنځ روان كركېچ د هېڅ لوري به ګټه نه دى.
افغانستانټوس نیوز

مجاهد: د كابل او اسلام اباد ترمنځ روان كركېچ د هېڅ لوري به ګټه نه دى.

۱۳ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ روان کړکېچ د هېڅ لوري په ګټه نه دی او د دې ستونزې د اساسي حل لپاره هڅې روانې دي.

مجاهد د یکشنبې په ورځ (د زمري ۱۱مه) په یوه خبري کنفرانس کې وویل، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان له هېڅ هېواد سره د کړکېچ غوښتونکی نه دی.

هغه ادعا وکړه چې د افغانستان په اړه د پاکستان په پالیسیو کې بدلون راغلی، چې له امله یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ او سوداګرۍ لارې تړل شوي او سوداګرو ته ستونزې رامنځته شوي دي.

د نوموړي په وینا، د پاکستان تګلارې د اوسني کړکېچ یو مهم لامل دی، خو طالبان د دې وضعیت د پای ته رسولو غوښتونکي دي او هڅه کوي چې د دواړو لوریو ترمنځ اړیکې بېرته عادي شي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د روان سیاسي او امنیتي کړکېچ د هواري لپاره روانې هڅې تر اوسه کومې څرګندې پایلې نه دي ورکړي، او د ترکیې، سعودي عربستان، قطر او چین د منځګړیتوب پخوانۍ هڅې هم بې‌پایلې پاتې شوي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.