د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، افغانستان د «فدایانو او سرونو په قربانیو» ازاد شوی او د ساتنې لپاره به یې «دوه برابره قرباني» ورکړل شي. هغه له رسنیو، خبریالانو، د خواله رسنیو له کاروونکو او سیاسي شنونکو وغوښتل چې د منفي تبلیغاتو پر ځای د طالبانو د حکومت لاستهراوړنې او مثبت فعالیتونه منعکس کړي.
مجاهد دغه څرګندونې د «رسنیو په هېنداره کې حکومت» تر سرلیک لاندې په یوه انلاین پروګرام کې کړي. هغه وویل، ځینې رسنۍ د ډیورنډ کرښې، بدخشان او بګرام اډې په څېر موضوعاتو ته له اړتیا زیات انعکاس ورکوي او ادعا یې وکړه چې «بهرنۍ استخباراتي کړۍ او د هغوی ملاتړي» د کوچنیو پېښو له پراخولو سره د خلکو د اندېښنې هڅه کوي.
نوموړي زیاته کړه، په سیمه کې روانې جګړې، بېکاري او نورې ستونزې د خلکو د نهیلۍ لامل شوي او له رسنیو او سیاسي شنونکو یې وغوښتل چې د کره معلوماتو او شمېرې پر بنسټ تحلیلونه وړاندې کړي او د حکومت د پرمختګونو په اړه څېړنیز راپورونه جوړ کړي.
مجاهد همداراز له سیاسي شنونکو وغوښتل چې د حکومت د چارو د ښه والي لپاره مشورې ورکړي او له خلکو یې وغوښتل چې د طالبانو د نظام ملاتړ وکړي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د بشري حقونو او د رسنیو ملاتړو بنسټونو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د بیان ازادۍ او رسنیو پر وضعیت اندېښنه ښودلې ده. د بېپولې خبریالانو سازمان د ۲۰۲۶ کال د مطبوعاتو د ازادۍ په نړیوال شاخص کې افغانستان د ۱۸۰ هېوادونو له ډلې ۱۷۵م ځای ورکړی او ویلي یې دي چې د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې پر رسنیو محدودیتونه او د اطلاعاتو کنټرول زیات شوی دی.
لیکوال:سعید سمیر








