TOOSnews
اعلان
ملا برادر: افغان ولس «شر اچوونكو كړيو» ته په خپله خاوره كې اجازه نه وركوي.
افغانستانټوس نیوز

ملا برادر: افغان ولس «شر اچوونكو كړيو» ته په خپله خاوره كې اجازه نه وركوي.

۲۰ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر، وايي چې طالبانو سوداګري له سیاسي مسایلو بېله ساتلې او د اقتصادي ډیپلوماسۍ له لارې له سیمه‌ییزو او نړیوالو هېوادونو سره اړیکو ته دوام ورکوي.

برادر د هرات ولایت د ګلبهار د سیمنټو د نوې تولیدي فابریکې د بنسټ ډبرې ایښودنې په مراسمو کې وویل، چې د تولیدي فابریکو جوړول د کورنیو اړتیاوو د پوره کولو، صادراتو د زیاتولو، ملي عوایدو د لوړولو او اقتصادي ودې لپاره مهم دي.

نوموړي د ګلبهار د سیمنټو فابریکې جوړېدل د افغانستان د ځان‌بسیاینې پر لور مهم ګام وباله او ویې ویل چې د دې فابریکې په فعالېدو سره به پر وارداتي سیمنټو د هېواد تکیه کمه شي.

هغه زیاته کړه چې افغانستان له طبیعي زېرمو بډای دی او طالبان هڅه کوي له شته امکاناتو په ګټې اخیستنې سره د هېواد اقتصادي زېربناوې پیاوړې کړي.

د برادر په وینا، طالبان د افغانستان جغرافیایي موقعیت د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو لپاره د یوه مهم فرصت په توګه ارزوي. هغه ادعا وکړه چې د افغانستان سرحدونه یې د سوداګریزو اړیکو پر مرکزونو بدل کړي او د سرحدي خطرونو کچه یې صفر ته رسولې ده.

د طالبانو دغه چارواکي وویل چې د پانګوالو د ملاتړ لپاره مالیاتي تخفیفونه، معافیتونه او نورې اسانتیاوې رامنځته شوي دي او هڅه کېږي چې د مالي او بانکي محدودیتونو اغېزې راکمې او شته ستونزو ته حللارې پیدا شي.

برادر وویل: «افغانان واحد ملت دی. درد، غم او خوشحالۍ یې سره شریکې دي او دلته هېڅوک له یو او بل بېل نه دي.»

نوموړي ادعا وکړه چې افغان ولس له تېرو تجربو زده کړه کړې او طالبان له یوې خوا د هېواد اوسنی امنیتي وضعیت ساتلی شي او له بلې خوا افغان ولس هم «شر اچوونکو کړیو» ته په خپله خاوره کې د فعالیت اجازه نه ورکوي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.