د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وايي، له هغو شاوخوا ۵۰ هېوادونو سره چې د تېرو شلو کلونو جګړو پر مهال د افغانستان په قضیه کې ښکېل وو، دا تمه نهلري چې اوس به د طالبانو پر حکومت «ګلان وشیندي». نوموړي ټینګار کړی چې د سیمې له یوه هېواد پرته په نورو ټولو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه فعال دي او که کوم هېواد له دوی سره اړیکې نه غواړي، دا د هماغه هېواد پرېکړه ده.
متقي دغه څرګندونې په کابل کې یوې دیني مدرسې ته د وینا پر مهال وکړې. هغه زدهکوونکو ته وویل چې باید د نړۍ له حالاتو خبر او د راتلونکو ننګونو لپاره چمتو واوسي، څو د اړتیا پر مهال ورسره مناسبه مقابله وکړای شي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر خپل بهرنی سیاست بریالی وباله او ویې ویل، سره له دې چې له ګڼو هېوادونو سره یې شل کاله جګړه کړې، بیا هم توانېدلي چې له ډېرو هېوادونو سره خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې وساتي. د هغه په وینا، په سیمه کې یوازې یو هېواد پاتې دی چې افغانستان پکې سفارت نهلري.
که څه هم متقي د دغه هېواد نوم یاد نه کړ، خو تاجکستان د سیمې یوازینی هېواد ګڼل کېږي چې د افغانستان سفارت یې لا هم د پخواني جمهوري نظام د استازو له لوري اداره کېږي. تاجکستان تر اوسه له طالبانو سره د اړیکو د پراخولو په برخه کې محتاط دریځ خپل کړی او د سرحدي امنیت په اړه هم اندېښنې لري.
متقي زیاته کړه چې د افغانستان ډېری سفارتونه او قونسلګرۍ په سیمهییزو هېوادونو کې فعالې دي او په ځینو لوېدیځو هېوادونو کې هم ځینې استازولۍ خپل فعالیت ته دوام ورکوي.
بل لور ته، په یو شمېر اروپايي هېوادونو کې د طالبانو د استازو محدود حضور، چې تر ډېره د افغان کډوالو د هویت تثبیت او اداري چارو لپاره منل شوی، له پراخو نیوکو سره مخ شوی دی. منتقدان د دغو استازو د منلو پرېکړه د طالبانو د مشروعیت ورکولو هڅه بولي.
په همدې تړاو، د اروپا په پارلمان کې له افغانستان سره د اړیکو د پلاوي مشرې، راکل ګارسیا هرمیدا وندروال، بروکسل ته د طالب استازو د احتمالي بلنې پر ضد سخت دریځ خپل کړی او د ښځو پر وړاندې یې د طالبانو تګلاره «جنسیتي اپارتاید» او د بشریت ضد جنایت بللې ده.
لیکوال:سعید سمیر








