د جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمتالله نبیل ویلي، چې افغانستان د تېرو څه باندې څلورو لسیزو جګړو، بهرنیو لاس وهنو او نیابتي جګړو سربېره لا هم پر خپل ځای ولاړ دی.
هغه په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې د تاریخ په اوږدو کې ګڼ نظامونه او واکمنۍ راغلې او تللې دي، خو افغانستان د یوه خپلواک هېواد په توګه پاتې شوی دی.
نبیل زیاته کړې، چې د طالبانو اوسنی نظام هم د تل لپاره نه دی او یوه ورځ به پای ته ورسېږي، خو د ده په وینا افغانستان به د پخوا په څېر خپل شتون وساتي.
هغه ټینګار کړی، چې افغانان باید د هېواد راتلونکي ته هیله مند واوسي او د ملي یووالي، ثبات او دوامدارې سولې لپاره هڅې وکړي.
لیکوال:سعید سمیر








