TOOSnews
اعلان
نديم: تركيه دې افغان پوهنتونونو او تدريسي روغتونونو سره همكاري وكړي.
افغانستانټوس نیوز

نديم: تركيه دې افغان پوهنتونونو او تدريسي روغتونونو سره همكاري وكړي.

۷ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم د ترکیې له سفیر سادین ایلیډیز څخه غوښتي چې د افغانستان پوهنتونونو ته د تدریس لپاره ترکي استادان او د طبي زده کړو د عملي روزنې لپاره متخصص ډاکټران واستوي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویلي، ندا محمد ندیم د ترکیې له سفیر سره په لیدنه کې غوښتنه کړې چې د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند د علي‌اباد تدریسي روغتون دوه پخوانۍ ودانۍ بېرته ورغول شي او د تدریسي روغتونونو د تجهیز په برخه کې هم همکاري وشي.

د دغه وزارت په وینا، د ترکیې سفیر سادین ایلیډیز د علمي همکاریو د پراختیا لپاره د خپل هېواد چمتووالی څرګند کړی او ویلي یې دي چې ترکي پوهنتونونه کولی شي له افغان پوهنتونونو سره علمي اړیکې او هوکړه‌لیکونه ولري.

دا غوښتنه داسې مهال کېږي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یو شمېر افغان استادان د اقتصادي ستونزو، محدودو کاري فرصتونو او امنیتي اندېښنو له امله له هېواده وتلي، او د لوړو زده کړو په برخه کې د مسلکي کدرونو کمښت د اندېښنې وړ موضوع بلل کېږي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت تر دې مخکې هم له بېلابېلو هېوادونو غوښتي چې د افغانستان پوهنتونونو ته استادان او متخصصین واستوي، څو د تدریس او عملي روزنې په برخو کې همکاري وکړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.