د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم وايي، د دې ډلې له بیا واکمنېدو وروسته لوړو زده کړو ته «ځانګړې پاملرنه» شوې او هڅه کېږي پوهنتونونه «متخصص، مسلکي او دینداره» کادرونه وروزي.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د جمعې په ورځ، د زمري پر ۱۶مه، ویلي چې د پوهنتونونو او دیني جامعاتو د ګډې رهبري شورا غونډه د ندا محمد ندیم په مشرۍ په کندهار پوهنتون کې ترسره شوې ده.
ندیم په دې غونډه کې د یادې شورا جوړېدل د علمي چارو د پرمختګ لپاره مهم بللي او ویلي یې دي چې په دې شورا کې د پوهنتونونو او دیني جامعاتو مسوولان خپل نظرونه شریکوي.
هغه ټینګار کړی چې د پوهنتونونو هر مسوول باید د خپل مسوولیت، د پوهنتون د رسالت او د محصل د ارزښت په اړه بشپړه پوهه ولري.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ویلي: «پوهنتونونه هغه علمي مرکزونه دي، چې د هېواد د پرمختګ او د نظام د پیاوړتیا لپاره په زراعت، طب، انجینري، اقتصاد او نورو برخو کې مسلکي کادرونه روزي.»
ندیم همداراز غوښتنه کړې چې محصلین باید له فراغت وروسته په عملي ډګر کې د کار وړتیا ولري او د هېواد اړتیاوې پوره کړای شي.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت وايي، هر کال د اړتیا له مخې د مرکزي ریاستونو، دولتي پوهنتونونو او دیني جامعاتو ترمنځ د ورته رهبري شورا غونډې جوړوي.
د وزارت په وینا، د دې شورا روانه دوه ورځنۍ غونډه دا ځل په کندهار پوهنتون کې جوړه شوې.
لیکوال:سعید سمیر








