د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د حسیب پنجشیري له جسد سره د طالبانو د چلند د څرنګوالي په اړه د څېړنې غوښتنه وکړه.
د افغانستان د ملي مقاومت جبهې له افغانستان سره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) او نړیوالو بشري حقونو له بنسټونو وغوښتل چې له هغه څه څخه چې د دې جبهې د وژل شوي قوماندان حسیب پنجشیري له جسد سره د طالبانو د ځواکونو «بېاحترامي» بلل شوې، څېړنه وکړي.
د مقاومت ملي جبهې د سیاسي دفتر مشر عبدالله خنجاني د یکشنبې په ورځ پر اېکس ټولنیزه شبکه په یوه لیکنه کې وویل چې له دغه قوماندان له جسد سره چلند د نړیوال بشردوستانه حقوقو، په ځانګړي ډول د جنیوا کنوانسیونونو د درېیمې ګډې مادې، جدي سرغړونه ګڼل کېږي.
ښاغلي خنجاني زیاته کړه چې دا ډول اقدامات د نړیوال قانون له مخې د «جګړیز جنایت» په توګه مطرح کېدای شي او د وژل شویو کسانو سره د چلند پر مهال یې د انساني کرامت او بشردوستانه اصولو پر رعایت ټینګار وکړ.
د ملي مقاومت جبهې د سیاسي دفتر مشر هم د یوې خپلواکې څېړنې د سمدستي پیل، د دې پېښې د مستند کولو او د احتمالي عاملینو د پېژندلو غوښتنه وکړه، څو که سرغړونه ثابته شي، د هغوی د حساب ورکونې زمینه برابره شي.
لیکواله:سلیمه آریایي








