د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نویو مقرراتو په چوکاټ کې اعلان کړی چې د ۵۰ هېوادونو اتباع به د امریکا د ځینو ویزو د ترلاسه کولو لپاره، د قونسلۍ د چارواکو د پرېکړې له مخې، تر ۲۰ زره امریکايي ډالرو پورې د ضمانت ورکولو ته اړ کېدای شي. دغه مقررات به د امریکا په فدرالي ثبت کې له خپرېدو وروسته د دوشنبې ورځې، د اګست له درېیمې نېټې، عملي شي.
د اسوشیټډ پرېس خبري اژانس د شنبې په ورځ، د زمري ۱۰مه چې د اګست له لومړۍ نېټې سره برابره ده، راپور ورکړی چې دغه مقررات د غیرمهاجرتي ویزو لپاره دي، چې پکې «بي ۱» او «بي ۲» ویزې هم شاملې دي. دا ویزې عموماً د سوداګریزو سفرونو، سیاحت او لنډمهاله لیدنو لپاره ورکول کېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، قونسلي افسران به واک ولري چې له هغو غوښتونکو څخه چې د دې طرحې لاندې راځي، د ویزې د صادرېدو د یوه شرط په توګه تر ۲۰ زره ډالرو پورې د ضمانت غوښتنه وکړي. د ضمانت اندازه به د هرې دوسیې د شرایطو له مخې ټاکل کېږي.
د دغو مقرراتو له مخې، د نړۍ د بېلابېلو سیمو د ۵۰ هېوادونو اتباع، چې له ډلې یې ۳۰ افریقايي هېوادونه دي، ښايي د دې شرط تابع شي. که د ویزې لرونکی کس د خپلې ویزې له پای ته رسېدو مخکې له امریکا ووځي، د ضمانت پیسې به بېرته ورکړل شي؛ خو که د قانوني مودې له تېرېدو وروسته په امریکا کې پاتې شي، د دغو پیسو د ضبطېدو امکان شته.
امریکايي چارواکو ویلي چې د دې تګلارې هدف د ویزې له مودې وروسته د پاتې کېدو پېښې کمول او د مسافرو له خوا د امریکا د کډوالۍ قوانینو ته د درناوي زیاتول دي.
امریکا تر دې مخکې په ۲۰۲۵ کال کې د «ویزې ضمانت ازمایښتي پروګرام» پیل کړی و، څو د ویزې لرونکو کسانو بېرته ستنېدل تضمین کړي. په هغه پروګرام کې د ضمانت اندازه له ۵ زره تر ۱۵ زره ډالرو پورې ټاکل شوې وه، خو د نویو مقرراتو له مخې به لږ تر لږه ضمانت ۱۰ زره او تر ټولو ډېر یې ۲۰ زره امریکايي ډالر وي.
لیکواله:سلیمه آریایي








