د روغتیاپالو د نړۍوالې ورځې په مناسبت، اروپايي ټولنې اعلان وکړ چې په افغانستان کې د روغتیاپالو د زدهکړې، روزنې او مسلکي پرمختګ ملاتړ ته دوام ورکوي. دغه ټولنه ټینګار کړی چې ښځې د افغانستان د روغتیايي ځواک یوه مهمه برخه دي او نه یوازې د ژوند ژغورلو، بلکې د هېواد په راتلونکې کې هم مهم رول لري.
د مئ ۱۲مه، چې د غویي ۲۲مې سره برابره ده، هر کال د روغتیاپالو د نړۍوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي. دا ورځ د هغو روغتیايي کارکوونکو د هڅو د ستاینې لپاره ځانګړې شوې چې په سختو شرایطو کې ناروغان درملوي او د ټولنې روغتیا ساتي.
اروپايي ټولنې په خپله رسمي پاڼه روغتیاپال «نه هېرېدونکي اتلان» بللي او لیکلي یې دي: «ښځې د روغتیايي ځواک یوه مهمه برخه دي، ژوند ژغوري او د هېواد راتلونکې جوړوي.»
په خبرپاڼه کې راغلي چې اروپايي ټولنه د روغتیاپالو د روزنې او ځواکمنتیا پروګرامونو ملاتړ کوي، څو د ټولو خلکو لپاره د روغتیايي خدمتونو کیفیت ښه شي.
خو په افغانستان کې روغتیاپالان د تجهیزاتو او اسانتیاوو کمښت، ټیټ معاشونه، سخت کار او پراخو محدودیتونو سره مخ دي. همدارنګه، د طالبانو محدودیتونه پر ښځو د زدهکړې او د روغتیا سکټور باندې د هېواد روغتیايي سیستم له جدي ستونزو سره مخ کړی.
لیکوال:سعید سمیر








