TOOSnews
اعلان
په ازبکستان کې د روسیې په ګډون د اټومي برېښناکوټ د جوړولو رسمي پیل.
نړۍټوس نیوز

په ازبکستان کې د روسیې په ګډون د اټومي برېښناکوټ د جوړولو رسمي پیل.

۱۵ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ولادمیر پوتین او شوکت میرضایف،په کډ فرمان سره د روسیې او اوزبیکستان د ولسمشرانو، د اوزبیکستان د اټومي برېښناکوټ د جوړولو چارې په رسمي ډول پیل شوې. د دې پروژې د پیل په مراسمو کې د رافائل ګروسي،د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې عمومي مدیر هم ګډون کړی و.

دا برېښناکوټ د جیزک په سیمه کې جوړیږي او د نړۍ د اټومي صنعت له کم‌ساریو پروژو څخه بلل کېږي. د اعلان شوې برنامې له مخې، د لومړي ځل لپاره به په یوه واحده ساحه کې هم مهاله د ټیټ ظرفیت او لوړ ظرفیت اټومي ریکتورونه جوړ شي.

د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې د معیارونو او اصولو له مخې، د لومړني کانکریټ اچول د پروژې د رسمي ساختماني پړاو پیل ګڼل کېږي، او دا پروژه اوس عملي اجرایي مرحلې ته دننه شوې ده.

ولادیمیر پوتین په خپلو څرګندونو کې وویل چې دا پروژه به نه یوازې د اوزبیکستان د انرژۍ امنیت پیاوړی کړي، بلکې د مرکزي آسیا په ټوله سیمه کې به د انرژۍ د پراختیا او دوامدار ثبات لپاره هم مهم رول ولوبوي.

شوکت میرضیایف هم دغه پېښه د خپل هېواد لپاره تاریخي ګام وباله او ویې ویل چې د دې پروژې پلي کېدل کولای شي د اوزبیکستان د علمي، صنعتي او ټکنالوژیک پرمختګ نوی پړاو پیل کړي. هغه ټینګار وکړ چې د پروژې په ټولو مرحلو کې به د امنیت تامین به د دولت لومړیتوب وي او د جوړولو بهیر به د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې تر دوامدارې څارنې لاندې ترسره کېږي.

روس اتم شرکت ژمنه کړې چې د برېښناکوټ د جوړولو ترڅنګ به د اټومي سون توکو برابرول، د ساتنې خدمتونه او تخنیکي ملاتړ هم پر غاړه واخلي.

رافائل ګروسي، د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې عمومي مدیر، د پروژې د پیل هرکلی وکړ او ویې ویل چې دا طرحه د کوچنیو اټومي ریکتورونو له ټکنالوژۍ څخه ګټه اخلي؛ هغه ټکنالوژي چې د نړۍ یوازې محدود شمېر هېوادونه یې لري. د هغه په وینا، اداره به د جوړولو او ګټه اخیستنې په ټولو پړاوونو کې د ایمني، فزیکي ساتنې او د نه خپرېدو د اصولو د تضمین لپاره خپله همکاري او څارنه جاري وساتي.

د روس اتم او اوزاتوم د ګډ پلان له مخې، د «ریتم ـ ۲۰۰ اېن» هغه کوچني ریکتورونه د ۲۰۲۹ کال تر پایه فعال به شي. همدارنګه، د«وي وي ای ـ ۱۰۰۰» ډوله لوی ریکتورونه به په تدریجي ډول د ۲۰۳۳ او ۲۰۳۵ کلونو ترمنځ بشپړ شي او برېښناکوټ به خپل بشپړ عملیاتي ظرفیت ته ورسېږي.

البته، د دې مهال‌وېش عملي کېدل د پروژې د بې‌ځنډه پرمختګ، د خوندیتوب د ټولو شرایطو پوره کولو او د نړیوالو جوازونو د ترلاسه کولو پورې تړلي دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.