رویټرز خبري اژانس د سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې پاکستان د سعودي عربستان سره د خپل دفاعي تړون له مخې دغه هېواد ته ۸ زره پوځیان، جنګي الوتکې او د هوايي دفاع سیسټمونه استولي دي.
د راپور له مخې، دغه ځواکونه بشپړ عملیاتي چمتووالی لري او هدف یې پر سعودي عربستان د احتمالي بریدونو مخنیوی او د هغه هېواد دفاع ده.
رویټرز وايي، د پاکستان دغه بېساری پوځي اقدام په داسې وخت کې ترسره کېږي، چې اسلاماباد د تهران او واشنګټن ترمنځ د منځګړیتوب مهم رول هم پر غاړه لري.
پاکستان او سعودي عربستان د تېر کال د وږي میاشت کې په ریاض کې یو ستراتیژیک دفاعي تړون لاسلیک کړی و. د دغه تړون له مخې، پر یوه هېواد هر ډول برید د دواړو هېوادونو پر ضد ګډ برید ګڼل کېږي.
دغه تازه اقدامات وروسته له هغې ترسره کېږي، چې پر ایران د اسراییل او امریکا له بریدونو وروسته، ایران په سیمه کې پر ځینو هېوادونو، په ځانګړي ډول پر سعودي عربستان بریدونه وکړل.
پاکستان تر دې وړاندې هم پر سعودي عربستان د ایران د حکومت بریدونه غندلي وو.
لیکوال:سعید سمیر








