TOOSnews
اعلان
پاكستان: د بريټانيا د استازي څرګندونې «يو اړخيزې» او ناسمې دي.
افغانستانټوس نیوز

پاكستان: د بريټانيا د استازي څرګندونې «يو اړخيزې» او ناسمې دي.

۱۳ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان لپاره بریټانيا ځانګړي استازي ریچارډ لېنډسي وروستۍ څرګندونې رد کړي او هغه یې «یو اړخیزې» بللي دي. دغه وزارت وايي، د نوموړي څرګندونې د سیمې د حساسو مسایلو، په ځانګړي ډول د ډیورنډ کرښې د شخړې، د ژور درک پرته مطرح شوي دي.

د وزارت په وینا، د داسې څرګندونو وړاندې کول چې د سیمې له تاریخي او سیاسي واقعیتونو سره سمون ونه لري، د ستونزو د حل پر ځای د لا زیاتې پېچلتیا لامل ګرځي. اسلام‌ اباد ټینګار کړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ موجودې لانجې باید د متقابل درناوي او رغنده خبرو اترو له لارې حل شي.

د پاکستان چارواکو همداراز ویلي، نړیوال استازي باید د سیمې د حساسو موضوعاتو په اړه له احتیاطه کار واخلي او له یو اړخیز دریځه ډډه وکړي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا زیانمنه نه شي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.