TOOSnews
اعلان
پاکستان: په کابل کې د خپل سفارت د سرپرست د احضار په اړه خبر نه لرو.
افغانستانټوس نیوز

پاکستان: په کابل کې د خپل سفارت د سرپرست د احضار په اړه خبر نه لرو.

۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

پاکستاني چارواکو ویلي چې تر اوسه یې په کابل کې د دې هېواد د سفارت د کاردار د احضار په اړه د راپورونو په تړاو هېڅ رسمي خبر نه دی ترلاسه کړی. دا څرګندونې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د مخکېني اعلان په غبرګون کې شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي پنجشنبې د غبرګولي ۲۱مه په یوه خبري ناسته کې وویل چې د کابل د سفارت د کاردار د احضار په اړه له خپرو شویو راپورونو څخه د پاکستان حکومت بې‌خبره دی. هغه په همدې حال کې د پاکستان د پوځ د وروستیو بریدونو دفاع هم وکړه او ویې ویل چې دا عملیات د «باوري معلوماتو» پر بنسټ ترسره شوي دي.

اندرابي څرګنده کړه چې د دغو بریدونو هدفونه هغه کسان وو چې په خیبر پښتونخوا ایالت کې د وروستیو بریدونو له طراحانو سره یې اړیکې لرلې او د هغوی د استوګنې او پټنځایونو په توګه کارېدل. هغه ټینګار وکړ چې که څه هم په سیمه کې سوله او ثبات د اسلام‌اباد لپاره مهم دي، خو د پاکستان د وګړو امنیت د لومړیتوب په توګه پاتې کېږي.

دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ اعلان کړی و چې د پاکستان د سفارت کاردار یې په کابل کې احضار کړی او د خوست، پکتیکا او کونړ ولایتونو باندې د پاکستاني پوځ د هوایي بریدونو په اړه یې خپله سخته اندېښنه او اعتراض هغه ته رسولی دی.

د طالبانو د اعلامیې له مخې، د دغو بریدونو په پایله کې ۱۳ ملکي وګړي، چې ۱۱ ماشومان، یوه ښځه او یو سپین‌ږیری سړی پکې شامل وو، وژل شوي او ۱۴ نور کسان، چې ښځې او ماشومان هم پکې دي، ټپیان شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) هم تایید کړې چې د پاکستان هوایي بریدونو د غبرګولي په ۱۹مه او ۲۰مه نېټه د خوست، کونړ او پکتیکا ولایتونو کې لږ تر لږه ۱۳ ملکي کسان وژلي او ۱۰ نور یې ټپیان کړي دي.

دې پېښې یو ځل بیا د طالبانو او پاکستان ترمنځ موجودو ترینګلتیاوو ته زور ورکړی دی. دواړه لوري په وروستیو میاشتو کې یو بل د وسله‌والو ډلو د مهارولو او د امنیتي ګواښونو د مخنیوي په برخه کې په ناتوانۍ تورنوي، او د کابل او اسلام‌اباد اړیکې لا هم له امنیتي او سیاسي ننګونو سره مخ دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.