TOOSnews
اعلان
پاکستاني رسنۍ: د اروپا خبرې اترې له احمد مسعود سره د طالبانو د ناخوښۍ لامل شوي دي.
افغانستانټوس نیوز

پاکستاني رسنۍ: د اروپا خبرې اترې له احمد مسعود سره د طالبانو د ناخوښۍ لامل شوي دي.

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

پاکستاني ورځپاڼې اکسپرېس تریبیون په یوه راپور کې ویلي چې اروپایي ټولنه له طالبانو سره د هغو څه باندې ۲۷ زره افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه د خبرو اترو له پیل سره هم‌مهاله، د طالبانو مخالفو سیاسي جریانونو، له جملې څخه د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود سره هم خبرې اترې کړي دي.

دې ورځپاڼې د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۲۹ ) لیکلي چې اروپایي ټولنه د افغانستان اړوند د کډوالو د بېرته ستنولو د پروسې د ارزونې په چوکاټ کې له دوو جلا کمیټو سره تعامل لري. د اکسپرېس تریبیون په وینا، له دې کمیټو څخه یوه د طالبانو له لوري جوړه شوې او بله کې د طالبانو د مخالفو سیاسي څېرو، له جملې څخه احمد مسعود هم شامل دی.

د راپور له مخې، ځینې دیپلوماټیکې کړۍ د اروپایي ټولنې دا کړنه د دې نښه بولي چې دغه بنسټ غواړي د افغانستان له بېلابېلو سیاسي لورو سره اړیکې وساتي او له دغه هېواد سره د تعامل لپاره بېلابېل انتخابونه وڅېړي. د دغو سرچینو په باور، دا ډول اقدام کېدای شي طالبانو ته یو مهم سیاسي پیغام ولري.

اکسپرېس تریبیون همدارنګه راپور ورکړی چې طالبانو له اروپایي ټولنې سره د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه د خبرو لپاره یوه اووه کسیزه کمیټه جوړه کړې ده. دغه کمیټه به د بېرته ستنو شوو کډوالو د منلو د میکانیزمونو، د هویت د پېژندنې بهیر او د بېرته ستنولو او د نورو تخنیکي مسایلو په اړه خبرې اترې وکړي.

د دې ورځپاڼې په وینا، د طالبانو چارواکو هغه مهال منفي غبرګون ښودلی کله چې دوی خبر شول احمد مسعود دې اړوندې غونډې ته بلل شوی دی. اکسپرېس تریبیون د طالبانو د یوه لوړپوړي چارواکي په حواله لیکلي چې د افغانستان سفارت په جرمني کې دیپلوماټیکو اړیکو د احمد مسعود بلنه تایید کړې ده؛ هغه موضوع چې د طالبانو له نظره له اروپا سره د رسمي تعامل له چوکاټه بهر ګڼل کېږي.

دې ورځپاڼې د ځینو شنونکو په حواله زیاته کړې چې هم‌مهاله د طالبانو او د دې ډلې د سیاسي مخالفانو بلنه د اروپایي ټولنې دریځ پیاوړی کولی شي. د هغوی په باور، دا اقدام ښيي چې اروپا خپلې اړیکې یوازې طالبانو پورې نه محدودوي او د افغانستان له نورو سیاسي بهیرونو سره هم اړیکې ته دوام ورکوي.

احمد مسعود، د ملي مقاومت جبهې مشر او د احمدشاه مسعود زوی، د طالبانو د مخالفو څېرو له ډلې څخه یو پېژندل شوی شخصیت ګڼل کېږي. د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته، د هغه په مشرۍ ملي مقاومت جبهې د افغانستان په ځینو سیمو کې خپل نظامي فعالیتونه پیل کړي. په وروستیو کلونو کې د طالبانو او د دې جبهې د غړو ترمنځ نښتې هم د هېواد په ځینو برخو کې راپور شوي دي.

د ملي مقاومت جبهې ترڅنګ، نورې ډلې لکه د افغانستان د ازادۍ جبهه، د افغانستان د خپلواکۍ جبهه او د افغانستان د ازادۍ نهضت هم د طالبانو مخالفې ډلې ګڼل کېږي. که څه هم د دې ډلو د فعالیت کچه محدوده بلل کېږي، خو د هغوی شتون او فعالیت لا هم د افغانستان د سیاسي تحولاتو له مهمو موضوعاتو څخه شمېرل کېږي.

د راپور له مخې، د احمد مسعود په مشرۍ ملي مقاومت جبهې او د جنرال یاسین ضیا په مشرۍ د افغانستان د ازادۍ جبهې په وروستیو کلونو کې په اروپایي هېوادونو کې غونډې جوړې کړي دي. دا غونډې د سیاسي ملاتړ د جلبولو او د طالبانو د مخالفانو ترمنځ د همغږۍ د رامنځته کولو په موخه ترسره شوي دي.

اکسپرېس تریبیون همدارنګه لیکلي چې ځینې اروپایي هېوادونه د دې ډلو د ډیموکراسۍ، بشري حقونو، د ښځو د حقونو او د یوه ټولشموله نظام د جوړېدو په اړه د اعلان شویو دریځونو له امله د هغوی فعالیتونو ته پام کوي.

په ورته وخت کې د بروکسل په اړه د طالبانو د بلنې د خبر له خپرېدو سره، یو شمېر د بشري حقونو بنسټونو او په اروپا کې مېشتو افغانانو د دې موضوع پر وړانې غبرګون ښودلی دی. په وروستیو ورځو کې په څو اروپایي هېوادونو کې د طالبانو پر ضد لاریونونه هم ترسره شوي دي. ګډونوالو په دې لاریونونو کې په افغانستان کې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړي دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.