د امریکا د دفاع پخواني وزیر لېون پنیټا خبرداری ورکړی چې واشنګټن له ایران سره په داسې جګړه کې ښکېل شوی چې د ده په وینا، ګټل یې ستونزمن دي او ښايي د افغانستان او عراق د جګړو په څېر اوږده او بې پایلې شي.
پنیټا د امریکا او ایران ترمنځ روانو پوځي عملیاتو ته په اشارې ویلي، امریکا په تېرو لسیزو کې څو ځله داسې جګړو ته داخله شوې چې ډېرې سرچینې یې مصرف کړي، خو روښانه پایله یې نه ده لرلې.
هغه له سياېناېن سره په مرکه کې ویلي: «زما په اند موږ په داسې نه ګټل کېدونکې جګړه کې بند پاتې یو چې ښايي د نورو جګړو په څېر دوام وکړي، پرته له دې چې کومه قناعتبښونکې پایله ولري.»
د امریکا د دفاع پخواني وزیر ویلي، عراق، افغانستان او اوس ایران هغه بېلګې دي چې امریکا یې د اوږدمهاله جګړو له امله له اقتصادي او سیاسي فشارونو سره مخ کړې ده.
پنیټا ټینګار کړی چې واشنګټن باید په منځني ختیځ کې له یوې بلې اوږدې او بې پایلې جګړې څخه ځان وساتي.
د راپورونو له مخې، د امریکا او ایران روانه شخړه چې څو میاشتې یې دوام کړی، د انرژۍ بازارونه هم اغېزمن کړي او د هرمز تنګي د وضعیت له امله د تېلو بیې لوړې شوي دي.
د امریکا دفاع وزیر پېټ هېګسېت ویلي چې تر اوسه د دې جګړې لګښت شاوخوا ۳۷،۵ میلیارده ډالرو ته رسېدلی دی.
په ورته وخت کې، د ایران او امریکا ترمنځ وروستیو بریدونو او متقابلو ګواښونو اندېښنې زیاتې کړي دي؛ ایران ویلي چې د نویو بریدونو په صورت کې به امریکا او د هغې سیمهییز متحدین «مجازات» کړي.
لیکوال:سعید سمیر








