پروېز امینزاده، چې په پاکستان کې مېشت افغان خبریال دی، د دغه هېواد د پولیسو له خوا نیول شوی دی. دا پېښه د چهارشنبې ماښام، د مې په ۲۰مه، د راولپنډۍ ښار د ایف-۱۸ سیمې په فیصل ټاون کې رامنځته شوې ده.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، پولیسو د هغه د استوګنې ځای ته تر ننوتلو وروسته نوموړی نیولی او بیا یې د پولیسو یوه مرکز ته لېږدولی دی. دا اقدام په داسې حال کې شوی چې هغه په خپل کور کې موجود و.
سرچینې وایي چې د دغه خبریال د نیول کېدو لامل د هغه د استوګنې ویزې د اعتبار پای ته رسېدل دي. همدارنګه احتمال شته چې نوموړی د ایستلو د راتلونکو مرحلو لپاره د حاجي کمپ په نوم مرکز ته ولېږدول شي.
حاجي کمپ عموماً له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو تر پروسې وړاندې د هغوی د ساتلو لپاره کارول کېږي، او نیول شوي کسان د خپل اقامتي وضعیت د ارزونې لپاره هلته لېږدول کېږي.
دا نیونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې راپورونه ښيي د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د افغان کډوالو د ویزو د تمدید بهیر درولی او پر کډوالو فشارونه زیات شوي دي.
په همدې حال کې، د بشري حقونو بنسټونو او د خبریالانو ملاتړو ادارو اندېښنې په پاکستان کې د افغان خبریالانو او رسنیزو فعالانو د وضعیت په اړه زیاتې شوي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








