د هرات ولایت د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویلي چې د ادرسکن ولسوالۍ په سیمه کې د یو مسافر وړونکي بس د نسکورېدو له امله ۲ کسان مړه او ۵۱ نور ټپیان شوي دي.
دغې قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ۴۰۴ ډول مسافر وړونکي بس د پنجشنبې په ماښام، د غویي ۱۷ مه، د هرات-کابل لویې لاره کې اووښتی.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، دغه بس لومړی له لارې انحراف کړی او وروسته یې نسکور شوی دی. د طالبانو چارواکو د دې پېښې اصلي لامل د موټر چلونکي «بې احتیاطي» ښودلې ده.
ټپیان د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي، خو تر اوسه د هغوی د روغتیایي وضعیت په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.
تېر کال طالبانو ویلي وو چې د هېواد په لویو لارو کې د ترافیکي پېښو د کمولو لپاره په مسافر وړونکو بسونو کې د GPS سیسټم یې نصب کړی، تر څو د وسایطو تګ راتګ په دقیق ډول وڅارل شي.
خو بیا هم په افغانستان کې مرګوني ترافیکي پېښې دوام لري، او په ډېرو مواردو کې د تېزي، د موټر چلونکو بې احتیاطي او د لارو ناسم وضعیت د دغو پېښو اصلي عوامل ګڼل کېږي.
لیکواله:سلیمه آریایي








