لیکواله: سلیمه آریایي
د پاکستان د پنجاب پولیسو اعلان کړی دی چې تر اوسه پورې ۳۴،۵۴۵ افغان کډوال له دې ایالت څخه بېرته ایستل شوي دي. پاکستاني چارواکو د دې ایستلو پروسې د تطبیق وخت په اړه کوم وضاحت نه دی ورکړی.
د خپرو شوو شمېرو له مخې، په ایستل شوو کسانو کې ۱۳،۳۸۹ نارینه، ۶،۹۶۳ ښځې او ۱۴،۲۲۴ ماشومان شامل دي. همدارنګه ویل شوي چې ۲۰۳ نور کسان لا هم په کمپونو کې ساتل کیږي.
د پنجاب پولیسو زیاته کړې چې د ایستل شوو کسانو له ډلې څخه ۱۰،۷۷۱ کسانو د استوګنې اسناد درلودل. همدارنګه ۱۱،۱۳۱ کسان د افغان ښاریانو کارتونه درلودل او ۱۲،۶۴۳ کسان بې اسناده وو.
د پنجاب د پولیسو رئیس ویلي چې په دې ایالت کې امنیتي وضعیت د چمتوالي په حالت کې دی. هغه ټینګار کړی دی چې د بې اسناده کسانو د ایستلو پروسه به دوام ولري.
پاکستان په وروستیو میاشتو کې د افغان کډوالو د ایستلو پروسه په جدي توګه تعقیب کړې ده. د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سرحدي جګړو له پیل وروسته، دغه پروسه لا زیاته چټکتیا موندلې ده.








