د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس په هرات ولایت کې د نجونو د یوې غونډې ویډیو خپره کړې ده چې پکې د دې ډلې د لیدلوري له مخې د حجاب او پوښښ پر اهمیت ټینګار شوی دی.
د راپور له مخې، دغه غونډه په یوه تړلي او محصور ځای کې ترسره شوې او د هغې د جوړېدو د شرایطو په اړه دقیق جزئیات نه دي خپاره شوي. همداراز، دا هم څرګنده نه ده چې ګډونوالې په کومو شرایطو کې دې غونډې ته ورغلې وې.
په خپره شوې ویډیو کې د ټولو ګډونوالو مخونه پټ ساتل شوي، خو د هغوی له ظاهره داسې ښکاري چې ډېری حاضر کسان ماشومانې او تنکۍ نجونې دي.
دا په داسې حال کې ده چې هم مهاله د هرات د جبرئیل سیمې د اعتراضي غونډو د ځپلو راپورونه هم خپاره شوي دي. د سیمهییزو سرچینو په وینا، دغه اعتراضونه د طالبانو د ځواکونو له لاسوهنې سره مخ شوي او په پایله کې یې لږ تر لږه یو کس وژل شوی او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
په هرات کې د طالبانو اړوند رسنۍ معمولاً د «امر بالمعروف» د قوانینو له مخې د خلکو د مخونو له انځورولو ډډه کوي. خو باختر خبري اژانس د جبرئیل له وروستیو اعتراضونو او د هغو پر وړاندې د کورنیو او نړیوالو غبرګونونو وروسته، د ځینو کسانو انځورونه خپاره کړي دي؛ هغه اقدام چې د طالبانو له خوا د انسانانو د انځور اخیستنې په اړه د اعلان شویو محدودیتونو له امله د پام وړ بلل شوی دی.
په دې ویډیو کې نجونې داسې بنرونه په لاس کې لري چې پر هغو «حجاب یعنې ازادي» او ورته نور شعارونه لیکل شوي دي، او د طالبانو د رسمي رسنۍ د کمرې مخې ته خبرې کوي.
دغه ویډیو په داسې وخت کې خپره شوې چې تر دې وړاندې د هرات جبرئیل سیمه د پوښښ د محدودیتونو او د یو شمېر ښځو د نیولو پر ضد د اعتراضي غونډو شاهده وه.
لیکواله:سلیمه آریايي








