د طالبانو د کورنیو چارو وزارت معتبرې سرچینې رسنیو ته ویلي دي چې سراجالدین حقاني، د دې ډلې د کورنیو چارو وزیر، امرالله حمیم په یوه اداري پوست ټاکلی دی. د دې معلوماتو پر بنسټ، هغه د «تعلیم او تربیې عمومي قومندانۍ » د دفتر مسؤل ټاکل شوی دی.
ویل کېږي چې امرالله حمیم مخکې د «ځانمرګي» بریدګر په توګه فعالیت کړی و او اوس یې د کورنیو چارو وزارت د کارکوونکو په منځ کې له همدې تېرو تجربو سره معرفي شوی دی. په یوه خپاره شوي انځور کې، هغه له ژېړ څادر سره د یوې اداري غونډې په مشرۍ کې لیدل کېږي.
دا ګومارنه په داسې حال کې کېږي چې مخکې هم راپورونه خپاره شوي وو چې د طالبانو امنیتي جوړښتونو کې د ځانمرګو بریدونو سره تړلي کسان جذب او ګومارل شوي دي. دې موضوع تل د ناظرو بنسټونو او رسنیو پام ځان ته اړولی ده.
سراجالدین حقاني مخکې په ۲۰۲۲ کال کې په یوه غونډه کې ویلي وو چې د هغه په مشرۍ له ۱۰۰۰ څخه زیات ځانمرګي بریدګر روزل شوي او په عملیاتو کې یې برخه اخیستې ده. دغې څرګندونې په رسنیو او سیاسي محافلو کې پراخ غبرګونونه را پارولي دي.
په تېرو څلورو کلونو کې، طالبان د خپلو «ځانمرګو قطعاتو» مهم غړي، لکه د بدري، عمري او منصوري،لښکرونه په کورنیو چارو، دفاع او استخباراتو وزارتونو کې ګمارلي دي. دغه واحدونه د دې ډلې د بېلابېلو مشرانو په مشرۍ فعالیت کوي.
همدارنګه راپورونه وايي چې هبتالله اخندزاده، د طالبانو مشر، د ځانمرګو قطعاتو غړي له کابل او خوست څخه قندهار ته لېږدولي او دوی یې په خپلو ځانګړو ځواکونو کې شامل کړي دي.
د سرچینو په وینا، طالبان هڅه کوي چې د پاکستان پر فشارونو او د تحریک طالبان پاکستان د فعالیتونو په ځواب کې ځانمرګو ځواکونو ته په خپلو رسمي امنیتي او دفاعي جوړښتونو کې ځای ورکړي. که څه هم، دغه سرچینې ټینګار کوي چې دا لومړی ځل دی چې یو څوک د ځانمرګو بریدونو له مخینې سره په یوه اداري پوست کې ګمارل کېږي.
په همدې حال کې، د پاکستان چارواکي ادعا کوي چې په تحریک طالبان پاکستان کې ځینې کسان د افغانستان له طالبانو سره تړاو لري او ځینو یې په پاکستان کې په ځانمرګو بریدونو کې برخه اخیستې ده. طالبانو دغه ادعاوې نه دي تایید ګري.
سراجالدین حقاني د ځینو سرچینو له لوري د ځانمرګو بریدونو له تنظیمونکو ډلو سره په تړاو پېژندل شوی دی. د افغانستان د پخواني حکومت د ملي امنیت شورا په راپور کې ویل شوي چې طالبان د ۱۳۸۰ څخه تر ۱۳۹۹ پورې ۱۱۹۶ ځانمرګي بریدونه کړي، چې تر ټولو خونړۍ یې د حقاني شبکې سره تړاو لري.
همدارنګه راپور شوی چې د طالبانو د وزیرانو شورا په وروستیو کې د ۲۳۹ ځانمرګو برید کونکو د کورنیو نوملړ تیار کړی او دوی ته د بېلابېلو مناسبتونو په ترڅ کې مرستې استول کیږي. طالبان تر دې مهاله د امرالله حمیم د تېرې تجربې په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








