باخبره سرچینو رسنیو ته ویلي چې د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي، د دې وزارت د مدافع وکیلانو ادارې رئیس جانمحمد طلحه د وکالت جواز د ازموینې په بهیر کې د فساد په تور له دندې ګوښه کړی دی. د سرچینو په وینا،پوښتنې د ازموینې له ترسره کېدو مخکې یو شمېر ګډونوالو ته سپارل شوې وې.
د سرچینو په وینا، د طالبانو د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست د روان کال د غویي په ۱۸مه د وکالت جواز غوښتونکو څخه ازموینه اخیستې وه. سرچینې وایي چې د دې ازموینې پوښتنې له ازموینې وړاندې ځینو کسانو ته وېشل شوې وې.
د طالبانو چارواکو تر اوسه د جانمحمد طلحه د ګوښه کېدو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي او په دې تړاو نور جزئیات هم نه دي خپاره شوي.
یو شمېر مدافع وکیلان ادعا کوي چې طالبان خپلو غړو ته د ازموینې د پوښتنو په ورکړې سره هڅه کوي چې د وکالت جواز ورکولو بهیر یوازې خپلو اړوندو کسانو ته محدود کړي. دوی دا اقدام د وکالت جواز د صادرولو په پروسه کې د طالبانو غړو ته د لومړیتوب ورکولو یوه قصدي هڅه بولي.
جانمحمد طلحه شاوخوا پنځه میاشتې وړاندې د طالبانو د رئیسالوزرا حسن اخند په تایید او د عبدالحکیم شرعي په حضور کې د مدافع وکیلانو د ادارې د رئیس په توګه ټاکل شوی و. نوموړي تر دې وړاندې د طالبانو د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو د ادارې د رئیس په توګه هم دنده ترسره کړې وه.
د طالبانو په ادارو کې د اداري او مالي فساد د شتون په اړه راپورونه اوږده مخینه لري. خو د دې ډلې منتقدین وایي چې طالبان معمولاً هڅه کوي هغه قضیې چې د دوی له خپلو چارواکو سره د فساد د تورونو په تړاو وي، د عامه افکارو له پاملرنې لرې وساتي.
طالبانو واک ته له بیا رسېدو وروسته د خپلو غړو او اړوندو کسانو لوی شمېر په دولتي ادارو کې ګمارلي دي. منتقدین دا بهیر په دولتي ادارو کې د استخدام او ګمارنې د څرنګوالي په اړه د نیوکو د زیاتېدو له لاملونو څخه بولي.
تر دې وړاندې هم سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو چې د ننګرهار ولایت د طالبانو د عامې روغتیا رئیس ۳۲ تنه خپل نږدې کسان د دغه ولایت په روغتیايي ادارو کې پر دندو ګمارلي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








