د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بېنېټ، ویلي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض او بندیزونو یوازې یوه وړه برخه رسنیزه کېږي او ښايي د دې وضعیت اصلي ابعاد تر دې ډېر پراخ وي.
بېنېټ د جمعې په ورځ په یوه مرکه کې د ښځو، نجونو، لږکیو او د بشري حقونو د مدافعانو پر وړاندې د سرغړونو د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او له طالبانو یې وغوښتل چې د دغو سرغړونو په اړه ځواب ووایي.
د هغه په وینا، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت مخ په خرابېدو دی او ښځې او نجونې تر ټولو ډېرې زیانمنې شوې دي. هغه زیاته کړه چې خبریالان او د بشري حقونو فعالان هم له سختو محدودیتونو سره مخ دي او توکمیز اقلیتونه د تبعیض او محرومیت له ستونزو کړېږي.
ریچارډ بېنېټ دغه راز یادونه وکړه چې په تېرو څه باندې دوو کلونو کې افغانستان ته د سفر له بندیز سره مخ دی او د طالبانو له خوا لګېدلي سخت سانسور د بشري حقونو د سرغړونو مستندول او ثبتول ډېر ستونزمن کړي دي.
هغه ټینګار وکړ چې د بشري حقونو د نقض په اړه اوسني راپورونه ښايي یوازې د «یخ د غره څرګنده څوکه» وي او د دې وضعیت لویه برخه لا هم له نړیوالو پټه پاتې ده.
لیکوال:سعید سمیر








