د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي د فرانسې په پارلمان کې یوې غونډې ته ویلي، چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان پر راتلونکي تمرکز زیات کړي.
هغه څرګنده کړې چې د افغانستان دننه خلک د طالبانو د جزایي کړنلارې له سختو محدودیتونو سره مخ دي، چې د هغوی پر ورځني ژوند او اساسي حقونو ژور اغېز لري.
نوموړي ټینګار کړی چې افغانانو ته باید هیله ورکړل شي او نړیوال ملاتړ باید داسې تنظیم شي چې د خلکو بنسټیز حقونه خوندي او د راتلونکي لپاره مثبت بدلون ته زمینه برابره کړي.
لیکوال:سعید سمیر








