د روسیې د ملي امنیت شورا منشي سرګي شویګو ویلي، چې په افغانستان یا د هغه په ګاونډیو هېوادونو کې د امریکا او ناټو غړو هېوادونو د پوځي تاسیساتو جوړول د منلو وړ نه دي.
د روسیې دولتي خبري اژانس «ریا نووستي» راپور ورکړی، چې شویګو دغه څرګندونې د روسیې او د منځنۍ اسیا هېوادونو د ملي امنیت شورا د منشیانو د درېیمې غونډې پر مهال کړې دي. دغه غونډه د نړیوال امنیتي فورم په څنډه کې ترسره شوې ده.
شویګو ویلي، چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت لا هم ستونزمن دی او د مخدره توکو، وسلو د قاچاق او د نړیوالو ترهګرو ډلو فعالیتونه دوام لري.
هغه زیاته کړه، چې د افغانستان له اوسنیو واکمنو چارواکو سره د اړیکو جوړولو پر مهال باید دا هېر نه شي، چې د ناټو هېوادونو تګلارو اوسنی وضعیت رامنځته کړی دی. د هغه په وینا، ناټو د افغانستان د روان وضعیت «اصلي مسوولیت» پر غاړه لري.
د روسیې د ملي امنیت شورا منشي ټینګار وکړ، چې د ایران شاوخوا وروستیو تحولاتو ته په کتو، مسکو په افغانستان یا د سیمې په نورو هېوادونو کې د امریکا او ناټو د پوځي حضور بېرته ستنېدل نه مني.
هغه خبرداری ورکړ، چې دا ډول اقدامات به یوازې د سیمې امنیتي ګواښونه زیات کړي.
روسیې له ۲۰۲۱ کال وروسته څو ځله د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو ته د امریکا او ناټو د احتمالي پوځي حضور له بېرته ستنېدو سره مخالفت څرګند کړی او دا یې د سیمې امنیت ته ګواښ بللی دی.
بلخوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په وروستیو کې څو ځله د بګرام هوايي اډې د اهمیت یادونه کړې، خو واشنګټن تر اوسه افغانستان ته د ځواکونو د بېرته ستنېدو کوم رسمي پلان نه دی اعلان کړی.
روسیه دا مهال یوازینی هېواد ګڼل کېږي، چې د طالبانو واکمني یې په رسمیت پېژندلې ده.
لیکوال:سعید سمیر








